د پاکستان حکومت د تېر کال پرتله د حج لګښتونه نږدې ۷.۳۵ سلنه ډېر کړی

روهي(نۍ/۲۶ د سلواغې)، د پاکستان حکومت تازه د ۲۰۲۰ کال لپاره د حج تګلاره اعلان کړې چې پر بنسټ يې حج ته د تلو لګښت تر پخوا ډېر شوی دی. د پاکستان د اسلامي نظریاتو شورا مشرې پروفیسرې قبله ایاز له  سره په خبرو کې وویل چې د اسلامي احکامو له مخې حج پر هغه چا فرض دی چې وس يې ولري. په خبره يې، د وس لرلو مانا پراخه د
د پاکستان حکومت د د راون میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۱ د ۲۰۲۰ کال لپاره د حج تګلاره پاس کړه. د دې تګلارې پر بنسټ د تېر کال پرتله د حج لګښتونه نږدې ۷.۳۵ سلنه ډېر کړی شوي دي. یاني د دې تګلارې له مخې د حج لګښت څلور لکه نوي زره کلدارې شوی. تېر کال دا لګښت څلور لکه ۵۶ زره و.
د شمېرو له مخې سږ کال به له پاکستانه څه باندې یو لک ۷۹ زره کسان حج ته لاړ شي.د ۲۰۲۰ کال د حج تګلارې له مخې لس زره سېټونه تر اویا کلنۍ ډېر عمر لروونکو ته ځانګړي شوي دي.