له چين وراېخوا؛ نايجريا کې د ( Lassa) په نوم تبه خپره شوې او ۷۰ کسان وژلي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د افريقا وچې په نايجريا هېواد کې د  Lassa په نوم د تبې ناروغي لګېدلې ده چې تر اوسه ۷۰ کسان وژلي دي او په سلګونه نور  پرې ککړ شوي دي. 

د نايجريا هېواد د روغتيا ملي ادارې ويلي دي چې د دغه هېواد په درېيو ايالتو کې تېره اوونۍ د  Lassa تبې د مړينې لس نوې پېښې ثبت شوې دي. 

 Lassa تبه د غذايي موادو او د کور د وسايلو لکه بسترو له لارې له ناروغ کس په اسانۍ روغ کس ته ځي. 

هغه کسان چې په  Lassa تبه اخته شي، خوله کې يې زخمونه پيدا کيږي، پښتورګي، زړه او سږي يې درد کوي، د عضلو په درد اخته کيږي او همدا ډول له سختې سر دردۍ کړيږي.