امريکايان افغانستان کې له طالبانو سره سوله کوي خو داعش او نورو ډلو پر وړاندې جګړه 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون هوکړې  ته نېږدې شوی دی او ويل کيږي چې ښايي د همدې روانې فيبرورۍ مياشتې په ۲۹ نېټه لاسليک شي. 

امريکايي سرچينو اسوشيټېډ پرېس ويلي دي چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې تړن پر اساس به اووه ورځنی اوربند يا د تاوتريخوالي کمولو پيل کيږي، د اتلسو مياشتو دننه امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي او  د لسو ورځو په موده کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيليږي. 

يادې سرچينې دا هم ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو د سولې هوکړه په لاسليک سره به امريکا د داعش او افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو پر وړاندې جګړه جاري ساتي. 

د القاعده، داعش او نورو وسله والو ډلو تر څنګ به امريکا په افغانستان کې خپل استخباراتي ماموريت هم  جاري ساتی.