ټوېټر د (Safe DM) په نوم نوی آپشن رامنځ ته کړ؛ Safe DM به ټوېټر کې څه دنده لري؟ 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغِې)، ټولنيزې رسنۍ ټوېټر تېره ورځ د Safe DM په نوم نوې ځانګړنه يا آپشن زيات کړ. دغه ځانګړنه کولی شي، چې په ټوېټر پغامونه محدود کړي. 

د Safe DM سره به د ټوېټر کارونکي وکولی شي چې په پيغام يا مېسېج کې هغه انځورنه بلاک او له منځه يوسي، چې مېسېج يا پيغام اخېستونکی يې نه غواړي. 

د ټوېټر مسوولين وايي چې Safe DM ۹۹ سلنه کار کوي، او د ټوېټر کارونکي کولی شي، چې د Safe DM په زياتولو سره خپل مېسېجونه په خپلې خوښې برابر کړي او د هغه انځورنو مخه ونېسي چې دوی يې نه غواړي.