څوګ چې چين ته سفر کوي ۱۴ ورځې اجباري قرنتین ته کيږي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د چين حکومت ۱۴ ورځې اجباري قرنتین کول هغه وګړو ته ټاکلي  دي چې د نړۍ له هېووادونوو چين ته سفر کوي. هر هغه څوګ چې چين ته سفر کوي ۱۴ بايد تر جدي څار لاندې په ځانته ځای کې وساتل شي. 

د چين او نړيوالې ټولنې له هڅو سره - سره دغه کرونا ويروس په چين کې تر ۱۴۰۰ کسان ووژل او په نړيواله کچه يې تر ۶۶ زره کسان نيولي دي. 

له چين پرته په جاپان، هانکانګ او فلپين کې هم د کرونا ويروس د مړينې پېښې ثبت شوې دي. د نړۍ په نېږدې ۲۴ نورو هېوادونو کې هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې موندل شوي دي خو تر اوسه د مړينې رېکارډ نه لري.