کرونا ويروس چين کې ۱۷۱۶ ډاکټران نېولې دي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، تازه شمېرې ښيي چې چين کې کرونا ويروس د يو شمېر متخصصو ډاکټرانو په شمول ۱۷۱۶ روغتيايي کارکوونکي نېولي دي. که څه هم روغتياپالان د کرونا ويروس د درملنې پر مهال له ماسک او نورو وسايلو کار اخلي خو بيا هم په دې ويروس اخته شوي دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېر پر اساس په چين کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ۱۳۸۱  رسېدلي او همدا ډول په ټوله نړۍ کې ۶۴ زره کسان په دې اخته شوي دي چې کابو ۹۵ سلنه يې په چين کې دي. 

له چين وراېخوا په جاپان، فلپين او و هانګ کانګ کې د کرونا ويروس د مړينې پېښې ثبت شوې دي. د نړۍ ۲۴ نورو هېوادونو کې هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې بثت شوې دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې کرونا ويروس په چټکۍ خپرېدونکی دی، خو دا چې نورې نړۍ ته تر اوسه نه رسېدلی لامل په هوايي ډګرونو کې جدي اقدامات او معاينات دي.