سرچينه: د همدې مياشتې په ۲۲ نېټه به اوربند شروع او پر ۲۹ به يې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ هوکړه لاسليک شي

روهي (نۍ۲۶ د سلواغې)، يوې امريکايی سرچينې اسوشیتدپرس پرېس خبرې آژانس ته ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک به د روانې فيبرورۍ مياشتې په ۲۹ نېټه لاسليک شي. 

د سرچينې د مالوماتو پر اساس امريکا د طالبانو له خوا د اووه ورځني اوربند يا د تاوتريخوالي د کمولو وړانديز منلی دی او د فيبرورۍ پر ۲۲ نېټه به پلی شي. 

د دغه هوکړه ليک له لاسليک وروسته به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير شروع شي او همدا ډول د لسو روځو په موده کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې هم پيل شي. 

امريکا اوس مهال په افغانستان کې ۱۳ زره پوځيان لري. د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک په لاسليک کېدو سره به د امريکايي ځواکونو وتل شروع شي، خو ويل کيږي چې د اتلسو مياشتو دننه به امريکايان له افغانستان بهر کيږي.