نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستان د شوريانو پوځيانو د وتلو کليزه 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د افغانستان د وخت واکمن ببرک کارمل په بلنه ۱۳۵۸ کال کې شوري ځواکونو د جدي مياشتې په شپږمه نېټه افغانستان  ته راغلل او نېږدې له لاس کاله پاتې کېدو وروسته د سلواغې په ۲۶مه، ۳۶۸ کال کې له افغانستان ووتل. 

د جدي په شپږمه نېټه شوري پوځيان افغانستان ته را دننه شول چې د لسو کالونو په موده کې يې شمېر ۱۲۰ زره ته ورسېد. افغانستان ته د شوريانو راتګ د افغانانو له وسله وال غبرګون سره مخ شو. 

د سلواغې له ۲۶ مې وروسته چې شوري ځواکونونه له افغانستان ووتل د ډاکټر نجيب الله په مشرۍ افغان حکومت او د مجاهدينو ډلو سره درې کاله جګړې وکړې او د ۱۳۷۱ غوايي مياشتې په ۸ نېټه مجاهدين افغانستان ته راغلل. 

د غوايي له اوومې بيا د مجاهدينو حکومت تر پای افغانستان د جګړې ډګر وو، چې په مېلېونه کسان په کې ووژل شول، ټپيان او افغانستان په کې ويجاړ شو.