سرچینې: امريکا د طالبانو له خوا د يوې اوونۍ لپاره د تاوترخوالي کموال منلي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، اسوشیتدپرس پرېس خبري آژانس د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي دي، چې امريکا د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو  ۷-ورځني وړاندیز منلی او ژر به يې پلی شي. 

 د دغه تړون له  لاسليک وروسته به امريکايي پوځيان له افغانستان وځي، د لسو ورځو  دننه به بين الافغاني خبرې پيليږي او همدا ډول به طالبان اووه ورځې تاوتريخوالی نه کوي. 

د تاوتريخوالي کمول په دې مانا چې طالبان به  په ټول افغانستان کې  د سړک د غاړې بمونه نه چوي، ځانمرګي بریدونه به نکوي او د افغانستان په امنیتي ځواکونو او د امریکا په مشرۍ په بهرنیو ځواکونو به د توغندیو بریدونه نکوي.

دغه امريکايي چارواکي رسنيو ته ويلي دي چې ټاکل شوې ده په همدې روانه فيبروري مياشت کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې دغه هوکړه لاسليک شي.