د ناټو ټېنګار: د تل پاتې سولې لپاره بايد  د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، ناټو په افغانستان کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک د هرکلي ترڅنګ په دې ټېنګار کړی دی چې بين الافغاني خبرې - اترې په دغه هېواد کې د يوې رېښتنې او تل پاتې سولې بنسټ کېدای شي. 

د ناټو عمومي سرمنشي  یان ستولتنبرګ رسنيو ته ويلي دي چې د طالبانو  او امريکايانو ترمنځ د سولې هغه هوکړه ليک چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو زمېنه برابره کړي، دوی يې هرکلی کوي. 

نوموړي د طالبانو له خوا د يوې اوونۍ لپاره د تاوتريخوالي د کموالو په اړه ويلي دي، چې متحدو ايالتو هم له ناټو او هم له افغان حکومت سره په دې اړه خبرې کړې دي، خو هر هغه ګام چې تاوتريخوالی کموي مونږ ستايو. 

 یان ستولتنبرګ ژمنه کړې ده چې ناټو به د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ وکړي ترڅو افغانستان د يو ديموکراتيک هېواد پر خوا حرکت وکړي.