ننګرهار کې پر يو موټر هوايي بريد شوی چې نهه کسان په کې وژل شوي

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، نن جمعه د ننګرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ د ککړک په سیمه کې پر يو موټر هوايي بمبار شوی دی، چې نهه کسان په کې وژل شوي دي. موټر ډاډسن وو. 

د ننګرهار ولايتي وياند عطاالله خوګياڼي د پېښې پخلی کړی دی خو ويلي دي چې لا څرګنده نه چې په کې وژل شوي کسان وسله وال وو او که وسلي وګړي. 

نوموړي په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي، "نهه کسان چې په ډاډسن موټر کې سپاره وو" وژل شوي دي، خو مالومه نه ده چې څوک دي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي کسان "یولس دي او ټول ملکیان" دي.