
روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني مونيخ د امنيتي ناستې په ترڅ کې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او دفاع وزير مارک اسپر سره کتلي دي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټوېټر د دغه لېدنې پخلی کړ او انځورونه يې خپاره کړي دي خو په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني سره دغه ناستې ته د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارسمبال وزير هارون چخانسوري او د ملي دفاع وزارت چارسمبال اسدالله خالد هم تللي دي.