روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، نن د فيبرورۍ ۱۴مه نېټه وه چې د عاشقانو نړيوالې ورځې په نوم لمانځل کيږي. د نړۍ په ډېری غېر اسلامي هېوادونو کې ځوانان او پيغلي دغه ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځي.
پاکستان کې هم له کالونو راهيسې د والېنټاين يا عاشقانو ورځ لمانځل کيږي. نن ورځ د پاکستان ډيری فلمي او هنري لوبغاړو د دغه ورځې مبارکيانې ويلي او پيغامونه يې شريک کړي.
د عائزہ خان په نوم يوې پاکستانۍ فلمي لوبغاړې پر خپل انسټګرام د عاشقانو روځې يا والنټيان په پار پيغام خپور کړی او په کې يې ليکلي دي چې هره ورځ بايد مينه وکړو.
والېنټاين د يو عیسوي دیني لارښود نوم دی چې په لرغوني روم کې يې د امپراتور د هغه حکم پر وړاندې بغاوت وکړ چې د ځوانانو او نجونو ترمنځ يې واده کول او نکاحونه بند کړي وو. والېنټاين به په پټه د ځوانو هلکانو او نجونو وادونه تر سره کول چې وروسته امپراتور دی اعدام کړ.
وروستي