د امريکا مشرانو جرګې د ولسمشر ټرمپ د پوځي پرېکړو صلاحيتونه  محدود کړل

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو مشرانو جرګې هغه طرحه منظوره کړه چې له لارې يې د ايران په اړه د ولسمشر دونالډ ټرمپ پوځي صلاحيتونه محدود شوي دي. 

دا طرحه وروسته له هغې منځ ته راغلې چې څه وخت وړاندې د ولسمشر ټرمپ په حکم عراق کې د ايران د قدس ډلې مشر جنرال قاسم سليماني ووژل شو او په دې سره د ايران او امريکا اړيکې له کړکېچ ډکې شوې. 

په دغه نوي قانون کې د ايران پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ هر پوځي اقدام بايد مشرانو جرګې ته وړاندې شي او د مشرانو جرګې له هوکړې وروسته تر سره شي.