د امريکا عدليې وزارت چينايی (واه واې Huawei ) شرکت په غلا تورن کړی 

د امريکا عدليې وزارت چينايی (واه واې Huawei ) شرکت په غلا تورن کړی 
روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د امريکا متحد و ايالتو عدليې وزارت د ټېکنالوزۍ په برخه کې ستر واه واې شرکت له امريکايي کمپنيو په غلا کولو تورن کړی دی. د متحدو ايآلتو حکومت دغه تورونه تېره ورځ له رسنيو سره شريک کړي دي. 

د امريکا عدليې وزارت پر واه واې شرکت دا تور هم پوري کړی دی چې د ۲۰۰۹ کال ايران کې د حکومت ضد لاريونونو د کنټرول لپاره يې د ايران حکومت ته د څار يا surveillance وسايل جوړ کړي او په اختيار کې ورکړي وو. 

د محتدو ايالتو عدليې وزارت دا هم ويلي دي چې پر شمالي کوريا د امريکا د اقتصادي بنديزونو سره – سره واه واې شرکت ياد هېواد ته هم ټېکنالوژيک وسايل ورکوي.

د امريکا حکومت د دغه څرګندونو په غبرګون کې د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د امريکا تورونه بې بنسټه دي او دغه هېواد له چينايي شرکتونو سره په ناسالم ډول رقابت کوي.