غزل

ما د ګلونو ښار کې وژنی هره ورځ مې دا ژوندون دی
اې جـــــــــانانه هــــره ورځ ماتم دی هره ورځ بيلتون دی
د زړه زور يې راتـــــــه ختم کــــــړو نور ستړی شومــــــــــه
ځوانې او عشق می خاوری کړل اوس نو هره ورځ سکون دی

مـــــــــا چې د غم په تله وتلل دوی سره يو شان و
د جــــــــانان ظلم ته ګوره دا يې هره ورځ ازمون دی
ازمايښت زما د صبر دی قاصده نور څـــــــه نه دی
ويل يې ما پسی هر سړی دلته هره ورځ مجنون دی
 
(پرديس) څه وکړی زړګيه چی اوس پړمخی نسکور يې
ښکلی وی جفا سرليک زما د هری ورځ مضمون دی
هلمند (پرديس)
د اوکراين جمهوريت ـ اديسه ښار