غزل


زما د پرهر چېغې خو تر اسمانه رسي
نه پوهېږم تر تا به کله اې جانانه رسي

ژاړمه  د  وخت  له  فريبونو  ګيله من  يم
مه پوښته اوښکه مې ولې تر ګريوانه رسي

دا چې چوپ يم چاته نه وايم له خپلو غمو
تش   خبره  پښتنو   کې تر  الزامه   رسي

د نوش خبره  ختمه نه شوه لا دوام لري
فيصله   به  مو زاهده   تر خيامه   رسي
روغوخلکومنځ کښې ګذاره شوه نوره ګرانه
ستا  له  غمه  به  (پرديس) تر بيابانه  رسي
هلمند (پرديس)
د اوکراين جمهوريت اديسه ښار