پرون می د بينوا په ويب پاڼه کښی په دغه سرليک سترګی ولګيدی چی ليکل شوی و.
[ د شيخ عيسی آل نهيان وحشيانه ويديو خپره شوه].
ما د دغې ويديو ليدلو ته ډيره تلوسه شوه ، خو اول می د پاس سرليک لاندې عنوان باندې نظر تير کړو . په دغه عنوان کې په يوه افغان کارګر باندې د يوه عربي شهزاده له خوا ديوې وړې غلطۍ په خاطر غير انساني ظلم باندې تبصره شوې وه.او او بيا مې پخپله د ويديو ليدلو ته مراجعه وکړه او ټول حقيقت مې په خپلو سترګو وليدلو،زړه مې ډير درد کړی دی ، خو څه وکړو انسان ډير بی وسه وی،خو افغانان خو هر وخت بی وسه ؤ، او بی وسه دي .
که تاريخ ته وګورو په افغانانو باندی هر وخت ظلمونه، ستمونه ، مرګونه تير شوی دی . او لا اوس هم ورسره لاس اوګيروان دی.
ـ دا ولې افغانان هروخت مجبور، ذليل او بې وسه قوم وي؟
ـ ولې افغانان د ښې ورځې څښتن نه شول او نه دي ؟
ـ او ولې لا اوس هم افغانان په تورو شپوو کی د ژوند شيبې صبا کوي؟
ـ او ولې په افغانانو هر وخت جنګونه او مصيبتونه ورتپل کيږی؟
او داسی نوری په سلهاو غميزی دی چی افغانان یی قربانی کيږی.
نن دا هر افغان ته معلومه شوی ده چی دی نړی په هر ګوټ کښی د افغانانو خواخوږې نه شته، اودا چې نن ځينی راته د ورورۍ ټتر ډبوی او زموږ د ملا د کمربند د تړلو دعوا لری دا هم دی هغوی له جملی څخه دی، دا واضح او روښانه خبره ده .
خو زه دی خبری ته حيران یم چې هرکله هم په کوم هيواد کښی انقلاب راغلی دی ، هغی وطن ترقی او پرمختګ کړی دی .مګر په افغانستان کښی چې هر وخت انقلاب رغلی دې، د دی په ځای چې ملک ترقی وکړی او مبت بدلون راشی برعکس ټوله خبره په منفی اړخ راتاويږی.
خلک تباه شی بی عزته شی خونی يې ورانی شې، د احمد او محمود خبره رامنځ ته شی، ليوه ګيدړ شی او ګيدړ زمری شی،عدل او انصاف خپله لمن ټوله کړی، د ظلم او بی انصافی توری څپی په وطن راخوری شی.
د خان عبدالغفار خان(باچاخان) دا خبره رښتيا چې رښتينی ده ، ده پخپل کتاب کی ليکلی دی ، چې انقلاب يو سيلاب وی چې راشی نو ويده خلک يوسي او ويښ خلک ترې فايده اوچته کړي، په نړۍ کښی ډير ځله انقلابونه راغلی دی او د نړۍ ويښو خلکو ترې هميشه ګټه اخيستی ده او پرمختګ يې کړی دی، مګر د افغانانو د خدای مل شی، ځکه چې دوی هر وخت د غفلت په خوب اوده وی دی بل کومک ته سترګی غړوی، خو په حقيقت کی دا کوم کومک نه دی بلکی د افغانانو د غفلت دخوب نه د نه راویښيدو تر ټولو ښه طريقه ده، نن صبا نړۍ نه غواړی چی په افغانستان کی دی د خير او خبری سړی پيدا شی، ځکه چې بيا به د دوی غلامی څوک کوی.
او اوس خو د افغانانو برخليک د بې شپونه رمې په شان دی چې شرمښان يې خوری او که ماتوی، اخير يوه ورځ به داسی راځی چې خدای مکړه نه به بيا افغانستان وی او نه به د افغان په نامه څوک خلک پيژني، او دټولو علت يواځی خوب دی ، د افغانانو دا نن د موقع ورځ ده چې دا خپل وطن اباد کړی او په پښو یی ودروی، افغانان په اول قدم کی علم او پوهی ته ضرورت لری ، افغانان مينه ، محبت ، وروروالی، عزيزداری، قاموالی،او اتفاق ته اړتيا لری
افغانان هغه وخت بريالی کيدای شی چې د خپل وطن سره مينه او وفا وکړی ، د قام سره وفا وکړی، د خپل کور سره وفا وکړی، او د خپل وطن ابادی ته لاس سره يو کړی نه د بل وطن سوداګرو ته سترګی غړول.
افغانان چې هر وخت ذليل وی علت بی اتفاقی ده ، افغانانو چې لا تر اوسه ښه ورځ ليدلی نه ده او لا هم په تورو شپو کښی ژوند کوی علت یې بی علمی او ناپوهی ده ، افغانستان چې نه اباديږی يو طرف ته غذاری او بل طرف ته خودغرضی دی هر څوک چې خپل کور ابادولی شی دی بل که خونه هم ميراتيږی د ده پری څه، نو دا وجه ده چې افغانان هر وخت د غميزو قربانی کيږی.
زما د مطلب خبره د يوه افغان مسافر په مرګ راڅرخی ، ايا څوک به دی ده د مرګ تپوس وکړي؟ او که ويې کړی نتيجه به يې څه شی وی؟ دا يوه واقعه نه ده ، محترم کرزی صاحب به په تنها ځان څه وکړی، صرف خپلی اوښکی به به ورته ډالی کړی نور څه کولی شی ځکه چې نور په سلهاو افغانان دننه افغانستان کی بی پرسانه او په وحشيانه ډول مری دی هغی هم څوک د پوښتنی شته؟ او که چا یې تپوس هم کړی دی ، نتیجه یی صرف د بښنی په لفظ ختمه شوی ده مګر تکرار يې لا دوام لری، نو بيا دا چې په يوه خارجی ملک افغان په بی رحمانه ډول قتل شی د هغی به څوک تپوس وکړی، ځکه چې موږ خو اول په خارجی ملک کی سفارت نلرو او که په کوم هيواد کی سفارت لرو هغه سفارت کی بيا افغانان نلرو ،او که چيری په کوم سفارت کی تا او ما افغان هم وليدو د نر بچی صرف د ځان د پاره کار کوی او د هغه ملک د فيشن او کلتور څخه برخمن وی ، نو له دغه افغان څخه به دی څه توقع وکړی.
مګر زه په اخير کښی د افغانستان هر وګړی ته دا وايم خصوصآ هغه افغان ته کوم چې سياست پوه دی ، کوم چې د عقل او پوهی څښتن دی ، کوم چې د اقتصاد او زور څښتن دی او کوم چې ژورناليست دی دا يې فرضي وجيبه ګڼم چې دی افغانستان په ترقی او د افغانانو په راويښولو کې پراخه وڼده واخلي ، هر وطن په پوه،هوښيار ، وفادار ، باوجدانه او غيرتی خلکو باندی اباديږی او په افغانستان کی دا ټول خلک شته خو عملی کار ته ډير ضرورت دی او دا نن ورځ عملی کار ته اړتيا ده نه دا چې د صبا په انتظار د خزان د باد جوګه شی او افغانستان بيا د او په سر خلی شی.
د ګران افغانستان د جوړيدو په هيله
د ګران افغان د ویښدو په هيله
هلمند (پرديس) داوکراين جمهوريت
داديسه ښار
په روهي ويب پاڼه کې هم ياد شوی خبر په دې پته کتلی شی :
http://www.rohi.af/khabar.php?id=8116
وروستي