د تودخي رېکارډ: سويلي قطب ګرمي ۲۰،۷۵ سانتي ګرېډ ته رسېدلې ده 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د لومړي ځل لپاره په سويلي قطب يا انترکتيکا کې د تودخي درجه ۲۰،۷۵ سانتي ګرېډ ته رسېدلی دی او په دې سره د پخواني لومړي رېکارډ چې پوره شل سانتي ګرېډ وو مات شوی دی. سويلي قطب د يخو ستر کنګالونه لري چې د نړيوال اقليم بدلون پرې منفي اغېز کړی دی. 

د سويلي  قطب يا انترکتيکا سيمه کې د برازيل يو ساينس پوه او پلټونکي کارلوس شفر فرانس پرېس ته ويلي دي چې دغه قطب کې د تودخي ۲۰،۷۵ درجه بې سارې ده او په تېر کې نه لېدلې شوې. 

ساينس پوهانو ويره ښوودلې ده چې که چېرې نړيواله ټولنه د نړيوال اقليم د ګرمېدو د مخنوي برخه کې اقدامات ونه کړي، نو لېرې نه ده چې د سويلي قطب د يخو کنګالونه به اوبه او په نړيواله کچه به هوا ګرمه شي.