ولسمشر رجب طیب اردوغان پاکستان ته تللی 



روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د ترکيې ولسمشر  رجب طیب اردوغان تېره ورځ پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې نن به له لومړي وزير عمران خان او د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره وګوري. 

ترکيي چارواکو ويلي دي چې اسلام اباد ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر موخه د ترکيې او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو او ستراتېژیکو وړاندې تګ او پراختيا ده. له نوموړي سره په دې سفر کې د ترکيې يو شمېر سوداګر هم ملګري دي. 

د پاکستاني چارواکو په وينا چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن ورځ د پاکستان پارلمان ته هم وينا وکړي. 

 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
علمي او معلوماتي

د البرټ آئنسټین لیک په 32،000 ډالرو پلورل شوی

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ