دايکندي کې د سختو واورو له امله د مړو شمېر ۲۱ ته ورسېد 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، له تېرو څو ورځو راهيسې دايکنډي ولايت کې سختې واورې او بارانونو شوي چې ۲۱ کسانو په کې ژوند له لاس ورکړی دی.

د دایکندي ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس اسدالله سروري رسنيو ته ويلي دي چې له تېرې اوونۍ په واورو او بارانونو کې د شهيدانو شمېر ۲۱ ته ورسېد او اووه نفر د ورک دي. 

نوموړي په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي،  "په خواشینۍ سره چې تر اوسه ۲۱ تنه شهیدان لرو او اوه تنه ورک دي، چې په خواشینۍ سره د دوی د ژوندي پاتې کېدو احتمال هم نشته".

سروري دا هم ويلي دي چې دوه حملې ميرمنې د لارې بندېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. له تېرې درې نۍ دغه ولايت کې د واورې ښوېدنې ۳۱ پېښې بثت شوې دي.