جنرال دوستم  د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت جوړوي 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د جنبش ګوند مشر او د هېواد په شمالي کې پوځي قومندان جنرال عبدالرشيد دوستم خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې ټاکنو کمېسيون د درغليو پايلو اعلان کړي نو موازي حکومت به جوړ کړي. 

جنرال عبدالرشيد دوستم وايي چې په هېڅ صورت ورته د درغليو ډکې ټاکنې د منلو وړ نه دي او که بيا هم ټاکنو کمېسيون د رېښتنو رايو پر ځای تعقلبي رايې اعلان کړي، نو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت جوړ او اعلان کړي. 

نوموړي دغه څرګندونو تېره ورځ جوزجان کې د ازبکانو د يو پخواني کس په ياد غونډه کې کړې دي. دوستم ويلي چې که مړ هم شي، خو په درغليو جوړ شوی حکومت نه مني. 

جنرال دوستم  په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی او لومړی مرستيال يې هم له خپل ګوند ورمعرفي کړی دی.