د پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

روهي(پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د مسلکي ښوونکو نشتوالي نه یوازې په غزني ولایت کې سرخوږی جوړ کړی بلکې د غزني په ګاونډ میدان وردګ ولایت کې هم د چارواکو په خبره ـ ۴۰ـ سلنه د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله سرټکوي. د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تر ۵۴ زره ښوونکو ته اړتیا شته چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه زدکوونکو ته دوه سوه دوه ویشت زره ښوونکي زدکړي ورکوي.
د غزني ښار کې ګڼ شمېر زدکوونکي په یوه کورس کې د زدکړو لپاره راټول شوي. ډېری دا زدکوونکي د غزني د ولسوالیو د لېسو او منځنيو ښوونځیو زدکوونکي دي. دوی له لیرې ولسوالیو غزني ښار ته راغلي دي.
دوی وايي، د ولسوالیو په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د درسونو ټیټ کیفیت د دې سبب شوی، چې د ژمي په سړه هوا کې له ستونزو او ډېرو لګښتونو سره سره د ښوونځیو د مضمونونو درسونه په خپل لګښت په خصوصي کورسونو کې مخته بوځي.