د هغې ښځې مړی کشف شه چې له تېرو لسو کالو په یخچال کې ساتل کېده

روهي(پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د پاکستان د کراچۍ ښار چارواکي وايي، په دغه ښار کې د یوې ښځې مړی تر ۱۰ کلونو پورې د هغې خپلو اولادونو په یخچال کې ساتلى و. د دغې مړې ښځې ورور په دې تړاو نیول شوی دی. پولیس وايي، د مړې ښځې ګاونډیانو ورته ویلي، چې د دغې ښځې د زوى او لور ذهني حالت ښه نه و.
د خیریه ادارې ایدي فاونډېشن مسوولین وايي، دوی له یوه ډېرانه لس یا دوولس کاله پخوانی مړی موندلی چې خوړین شوی او کالي هم پرې نه و پاتې.
د دغه پولیس افسر په خبره نیول شوی سړی محبوب نومېږي او دوی ته یې ویلي، چې "ذکیه زیدي" نومې دغه مړه ښځه یې خور وه.د نوموړې په وينا ذکيه زيدي لس یا یوولس کاله وړاندې مړه شوې، خو زوی او لور یې د خښولو پر ځای د کور په یخچال کې ایښې وه.د دغې ادارې مسوولین وايي، مړی یې سړخونې ته لېږدولی او پولیسو ته یې د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي.