روسيه او اروپايي ټولنه پر امريکايي ډالرو د راکړې - ورکړې مخه نيسي 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، مسکو کې چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې اقتصادی او بازار برخې مسوول کسانو سره يې په ګډه کار هڅې پيل کړي  دي، ترڅو په ورځنيو راکړو - ورکړو کې د امريکايي ډالرو د چلند کچه راټېټه کړي، 

روسي چارواکو ويلي دي چې دوی به هڅه وکړي د امريکايي ډالرو پر ځای  د روسيې ملي پيسې يانې روبل او همدا ډول د اروپايي ټولنې د ګډ بازار پيسه يانې يور مروجې کړي. 

روسي چارواکي وايي چې دوی به د روبل او يورو  په  رواجېدو سره د دغه پيسو ارزښت په نړيواله کچه لوړه کړي.