ناټو  د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې ملاټر کوي

روهي(پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د ناټو سرمنشي وویل، لاهم سولې ته اوږده لار پاتې ده، خو هیله دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته نژدې شو او ناټو ته غوره لار دا ده چې افغانانو ته د دغو خبرو زمینه برابره کړي. په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره 'ټکر کې نه' دي او ناټو د دغو خبرو ملاتړ کوي.
کله چې له ښاغلي سټولټنبرګ وپوښتل شول، ناټو ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهمې دي او که سوله؟
د نوموړي ځواب دا وویل چې: زما لپاره، دا تناقض نه دی، باوري هم یم چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم دا موخه لري او د ناټو ملاتړ ورسره دی. موږ ددغو خبرو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو، چې بین الافغاني خبرې پيل شي.
وروستي بدلون ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پوتزل مارکوس هیله منتیا ښودلې او ویلي یې دي چې هېڅ یوه ښکېله غاړه باید د سولې مذاکرې په خطر کې وانه چوي چې بین الافغاني خبرو اترو ته لار اواره شي. ده ویلي جرمني دې بهیر سره مرستې ته چمتو ده.