د ۲۸ زره کسانو  د خوښې انځور د موږکانو انځور شو

روهي(پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، عکاس سام راولي تر ځمکې لاندې د حیواناتو عکاسي کوي، مېترو کې یې یوه اونۍ تېره کړه چې ددغو موږکانو انځور واخلي. د لندن مېترو ته چې هرڅوک ورغلي، دا کوچني تور موږکان پېژني، چې د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه له یو بل سره لاس او ګرېوان وي.
سام د لندن مېترو کې د شپې تر ناوخته پاتې شوی چې یو ښکلی انځور واخلي، خو دا ځل بخت ملګرتیا ورسره وکړه.یو موږک په یوازې ځان د خوړو په لټه کې و، د یوه مسافر له لاسه لوېدلي خواړه یې وموندل، څو ثانیې وروسته بل موږک پرې راورسېد او د دواړو پرې لانجه شوه.
سام وايي، په عصري ژوند کې د وحشي ژوو له عکاسۍ سره یې ډېره مینه ده او باوري دی چې خلک هم له حیواناتو سره مینه لري.د خلکو غوره شویو انځورونو په باب د "لومېکس" نظرپوښتنې څلور نور انځورونه هم غوره وبلل شول.