افغانستان د کرونا ويروس د مخنيوي په پار له نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د افغانستان عامې روغتيا وزير ډاکټر فیروزالدین فیروز وايي  په دې پار چې کرونا ويروس په افغانستان کې خپور نه شي نو افغانستان نړيوالو مرستو ته وړتيا لري. 

ډاکټر فیروزالدین فیروز ويلي دي چې اوس مهال هم افغانستان د کرونا ويروس د مخنيوي يو څه شونتياوې لري، خو په دې پار چې دغه ويروس له زيات خپور نه شي نو نړيوالو مرستو ته اړتيا ده. 

ازادۍ راډيو د فيروزي د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، "د دې سره سره چې د عامې روغتیا وزارت لږ امکانات لري او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي،خو د دغه ویروس د خپرېدو چټکتیا ته په کتو دغه وزارت نورو مرستو ته اړتیا لري."

د يادونې ده چې په افغانستنان کې تر اوسه هېڅ کومه د کرونا ويروس مثبته پېښه نه ده بثت شوې.