واورې دايکنډي ولايت کې لس کسان وژلي او يوولس تر خاور لاندې ورک دي

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د دايکندي ولايتي چارواکي وايي چې تېره شپه زياتې واورې په دغه ولايت کې د يوې کورنۍ او بل ځای کې څلور کسان وژلي دي. 

د دايکنډي ولايت مرستيال والي رسنيو ته ويلي دي، چې د چت لوېدنې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي او په يو بل کور کې ۱۱ يوولس کسان د چت لاندې شوي دي، چې تر اوسه نه دي راېستل شوي. 

ولايتي اداره وايي چې ښايي د واورو او بارانونو له امله په دغه ولايت کې د وژل شوي او اغېزمنو شمېرې له دې هم پورته شي.