امريکا پر خپل ځای پاتې؛ روسيه او ترکيه سره کړکېچن وضعيت کې دي

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، روسيه او ترکيه په سيمه کې دوه متحد او د امريکا متحدو ايالتو د پاليسو خلاف بهرنۍ پالېسۍ لري، خو اوس مهال يې اړيکې سره کړکېچنې شوې دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په روسيې تور پوري کړی دی، چې د سوريې حکومت په ملاتړ هلته خلک وژني. 

نوموړي ويلي، "زه اعلان کوم چې تر دې وروسته، که چېرته زموږ پوځیانو ته ډېر ووړ زیان هم ورسېد، موږ به د سوریې رژیم پوځیان په هر ځای کې چې وي پرته له دې چې د سوچي تړون ته وګورو، وځپو."

په سوريه کې د ترکيي ځواکونو د شتون او پوځي عملياتو پر اساس د دغه دوه سټراټېژيکو هېوادونو اړيکې د تېر په برتله تېنګالې شوې دي.