تګ - راتګ پر بند شو؛ سختو واورو د سالنګونو لويه لار تړلې ده 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، له تېرو دوه ورځو د سالنګونو پر لويې لارې د زياتې واورې او توپانونو له امله دغه لار د سترو او واړو موټرونو پر وړاندې تړل شوې ده. 

 سالنګونو کې  مسوولو چارواکو  رسنيو ته ويلي دي، چې له تېرې شپې د واروې د اورېدو کچه او همدا ډول واوره - غورځونه زياته شوې ده، چې په پايله کې يې تګ - راتګ بند شوی دی. 

د افغانستان  د هوا پېژندنې ادارې ويلي دي، چې د هېواد په اکثر ولايتونو کې د سختو واورو، بارارنونو، او سيلابونو د راوتلو شونتيا وړاندوينه شوې ده.