نيويارک ټايمز: که طالبان تاوتريخوالی راکم کړي نو همدا مياشت به د امريکايانو او طالبانو هوکړه ليک لاسليک شي 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، نيويارک ټايمز د دوه افغان او يو امريکايي چارواکي له خولې ليکلي دي چې ډېره شونتيا شته ترڅو د وسله والو طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ روانه فيبروري مياشت د افغان جګړې د سولې تړون لاسليک شي. 

يوې بلې سرچينې نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې امريکا د سولې تړون هوکړې ده چمتو ده خو تر هغې به دا هوکړه لاسليیک نه شي ترڅو چې طالبانو د تاوتريخوالي د کموالو اعلان نه وي کړی. 

امريکايي چارواکو دا هم ويلي دي چې په افغانستان کې د ۱۳۰۰۰ امريکايي پوځيانو له ډلې به ۹۰۰۰ پوځيان د هوکړه ليک په لاسليک کېدو سره له افغانستان ووځي. 

يو طالب قومندان د نوم د نه ښوودلو په شرط نيويارک ټايمز ته ويلي دي، چې که چېرې امريکايان زمونږ پر وړاندې له پوځي عملياتو لاس په سر شي، نو مونږ به پر امريکايانو د هر ډول بريدونو ډډه وکړو. 

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون هوکړې ته نېږدې شوی دی او په نېږدې ورځو کې به يې لاسليک کړي.