وسله والو  د پاکستاني پوليسو لوړپوړی افسر (مفتخر عادل) ژوندی تښتولی 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د مفتخر عادل په نوم د پاکستان لاهور کې د پوليسو يو لوړرتبه افسر او همدا ډول د پوليسو يو پخوانی لوړپوړی شهباز احمد تښتول شوي دي. 

پاکستانۍ رسنيو ليکلي دي چې دغه دوه پوليس افسران تېره اوونۍ په لاهور کې انسان تښتونکو له ځان سره وړي دي. پوليس وايي چې په لټون پسې يې سر شوي دي. 

سرچينې وايي چې دوی هغه وخت د وسله والو په ګوتو ورغلي، چې سيمه کې يې له يوې هټۍ سودا رانېوله. تر اوسه د دوی د ځای په اړه مالومات نه دي پيدا شوي. 

د مفتخر عادل او شهباز احمد کورنيو په هغه ورځ له پوليسو سره د دوی د ورکېدو خبر شريک کړ، خو پوليس يې په اړه اقدامات تر سره نه کړل.