روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د پاکستان د لاهور ښار کې د ترهګرۍ ضد يوې محکمې لشکرِ طیبه ډلې بنسټګر او د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید ته د يوولس کاله بند سزا اورولې ده.
محکمې پر نوموړي له ترهګرو سره د مالي مرستې، په غیرقانوني توګه د پیسو د راغونډولو او په یو غیرقانوني تنظیم کې د غړیتوب تورونه ثابت کړي دي.
د حافظ سعيد ترڅنګ د هغې يو بل همکار او ملګری ملک ظفر اقبال هم په ورته کړنو تورن او ورته د يوولس کاله بند سزا ټاکل شوې ده.
محکمې ياده پرېکړه له تېرې ورځې د پلي کېدو وړبللې ده او د پوليسو له خوا ياد کسان په زندان کې اچول شوي دي.
وروستي