اجرائيه ریاست: د سولې لپاره سياسي اجماع شتون نه لري 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د حکومت اجرائيه رياست وايي چې تر اوسه د افغان سياسيونو ترمنځ له طالب وسله والو سره د سولې په پار يوه هر اړخيزه او سياسي اجماع شتون نه لري. 

د دغه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي ويلي، هغه پلاوي چې د طالبانو سره د خبرو په پار ټاکل کيږي ټول - شموله نه دی او په دې برخه کې سياسي اجماع نشته. 

اجرائيه رياست هغه پلاوی چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سولې خبرو په پار برابر شوی دی يو اړخيز او نيمګړي يادوي. 

له بلې خوا ويل کيږي چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسليک ته نېږدې شوی دی، ښايي چې په نېږدې ورځو کې لاسليک شي.