بشري حقونو کمېسيون: نارينه پوځيان او ځيني قومندانان د افغان پوځ په ليکو کې ښځينه پوځيانې ځوروي 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په تازه راپور کې ويل شوي دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې ښځينه پوځيانې د خپلو همکارانو له خوا ځورول کيږي. 

د بشري حقونو کمېسيون په دغه راپور کې له ۲۲۷۲ ميرمنو سره چې د افغان پوځ په ليکو کې دندې لري، خبرې شوې دي. د ياد راپور پر اساس ۷ سلنه افغان پوځيانې د جنسي ځورونو په اړه شکايت کوي. 

يو شمېر ميرمنو بيا د ځينو اسناتياوو لکه تشناب، د جامو بدلو ځای په اړه شکايت کړی او د ناوړه چلند يې سر ټکولی.

اوس مهال د افغان پوځ ۴ سلنه برخه ښځينه پوځيانې دي. افغان امنيتي ادارو د بشري حقونو کمېسيون ياد راپور رد کړی دی او ويلي دي چې د وروستيو سمونو په پايله کې پورته ستونزې اوس مهال حل شوې دي.