د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهار شنبه) 

جيونيوز: سمسونګ له خپل نوې ماډل ځيرک موبايل پرده پورته کړه 
 د ټېکنالوژۍ په برخه کې  سمسونګ کمپنۍ د Z Flip په نوم له خپل نوې موبايل پرده پورته او بازار ته يې وړاندې کړ. دغه موبايل خپل منځ غبرګيږي. 

دغه موبايل چې له نورو سره يو څه توپيري  دي، د جيبي بټوې په ډول په خپل منځ کې سره غبرګيږي. دغه موبایل همدا جمعه بازار ته راځي. 

د سمسونګ Z Flip بيه ۱۳۸۰ امريکايي ډالر ښوودل شوې ده. سمسونګ ويلي دي چې که چېرې دغه موبايل د جيبي بټوۍ په څېر بند هم شي خو ځيني خبرتياوې لکه زنګوه، وخت او نور به ښيي. 

دغه Z Flip موبايل د انټرنېټ په برخه کې  5G لري. دغه کال به سمسونګ په نورو ځيرکو موبايلونو کې هم د 5G سېسټم فعال کړي. 

الجزيره: د اندونزيا حکومت خپل ۶۸۹ وګړي هېواد ته په بېرته ورتګ نه پرېږدي 
د اندونزيا حکومت وايي چې هغه ۶۸۹ اندونزيايي وګړي چې د داعش ډله کې د جنګېدو په پار له خپل هېواد منځني ختيځ ته تللي وو، بېرته د راتګ اجازه نه ورکوي. 

د اندونزيا د امنيت وزير ډاکتر مهفد رسنيو ته ويلي دي چې ياد کسان له اندونزيا سوريې ته د داعش ليکو ته ورغلي  وو چې اوس به ورته اندونزيا د بېرته راتګ اجازه ورنه کړل شي. 

نوموړي ويلي دي چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ۲۶۷ مېلېونه اندونزيايي وګړو د امنيت په اړه فکر کې اوسي او هغه کسان چې داعش ليکو  ته ورغلي وو، په اندونزيا يې بند کړي. 

ډاکټر مهفد ويلي دي چې حکومت به يوازې د هغه ماشومانو په اړه چې عمرونه يې له لسو کالونو لږ دي، د بېرته راتګ فکر  وکړي. 

اندونزيا په نړۍ کې تر ټولو ستر اکثريت مسلمان لرونکی هېواد دی خو حکومت يې د بنسټپالنې پر وړاندې جدي دی او چاته په کې د فعاليت اجازه نه ورکوي. 

رشيه ټوډي: د بوينګ شرکت په ۶۰ کلن عمر کې؛ تېره جنوري مياشت يې هېڅ الوتکه نه ده خرڅه کړي 
امريکايی بوينګ شرکت چې د تېرو ۶۰ کالون راهيسې د الوتکو جوړونې برخه کې فعاليت کوي، تېره جنوري مياشت د الوتکو خرڅلاو کې بې سارې وه. 

دغه شرکت وايي چې جنوري مياشت کې يې د هېڅ ډول الوتکو د جوړېدو غوښتنه ورڅخه نه ده شوې او دا ډول پېښې يې په ټول تاريخ کې بې ساري دي. 

روان ۲۰۲۰ زکال د بوينګ لپاره د بحران کال شمېرل کيږي. وروسته له هغې چې د بوينګ دوه الوتکې ولوېدې، د دغه شرکت د الوتکو پر توليد يې منفي اغېز وکړ. 

په مقابل کې يې  اروپايي Airbus  نومی د الوتکو د توليد شرکت توانېدلی دی، چې يوازې په تېره جنوري مياشت کې ۲۷۴ الوتکې جوړې او خرڅې کړي. 

اسوشېټېډ پرېس: روسيه کې  په کرونا  ويروس اخته دوه ناروغان له روغتون تښتېدلي 
 روسيه کې دوه ميرمنې چې د کرونا ويروس د اخته کېدو له امله په يوې ځانته خونې کې بستر شوې وې، له روغتون د تښتېدو هڅه کړي چې يوه بريالۍ شوې او بله بيا بېرته راوستل شوې ده. 

دغه ميرمنې چې په يوې ځانته خونه کې ساتل کېدل شکايت کړی، چې د ډاکټرانو له خوا ورته لازمه پاملرنه کېدله، د روغتون وضعيت يې مناسب نه و او له دې ويرې چې ناروغي يا پسې ډېره نه شي د تښتې هڅه کړي. 
دغه ميرمنې د چين له هائین سيمې څخه روسيې ته په سياحت راغلې وې. روسيې چارواکو د دغه پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو حکومت په کرونا ويروس د اخته ناروغان پر وړاندې جدي اقدامات پيل کړي دي. 

د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې هغه کسان چې په کرونا ويروس اخته شوي دي، او يا هم د کرونا ويروس د اخته کېدو په ويره کې دي، په يوازې خونو کې ساتل کيږي.  

سکای نيوز: کرونا ويروس ته ولې (COVID-19) نوم ورکړل شوی؟ دلته يې ولولئ
 د روغتيا نړيوال سازمان نړۍ کې تازه خپور شوی ويروس يا کرونا ته نوم نوم ورکړی دی. دغه سازمان وايي چې له دغه نوم يې موخه دا ده چې دغه ويروس په يوې ځانګړې سيمې، کس، ژوي او ځای پوري محدوه نه شي. 

د روغتيا نړيوال سازمان چې په تېر کې ځيني ناروغۍ او ويروسونه چې د نړۍ په مشخصو سيمو او هېوادنو کې رامنځ ته شوي وو، په هغه نوم مشهور شول چې يو ډول سيمه ييز توپيري وضعيت يې رامنځ ته کړ. د بېلګې په ډول له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ کالونو پوري هسپانيا کې د انلفونزيا ناروغي رامنځ ته شوه چې تر ۵۰  مېلېونه کسان يې ووژل. 

دغه ناروغي چې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته هم خپره شوه خو تر اخيره يې نوم د Spanish Flu يا هسپانوۍ انفلونزيا وه. دا ډول نوم توند نوم دی چې د هسپاني ولس نه خوښولو. 

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې کرونا ويروس لومړی چين خو وروسته نړۍ ته خپور شو. که چېرې دا ويروس همداسې بې نوم پاتې شي نو هر ځای به د چين نوم ور سره ذکر کيږي. 

دغه سازمان اوس کرونا ويروس ته د (COVID-19) نوم ورکړی دی، چې CO د کرونا، VI د ويروس او D د disease يا ناروغۍ په مانا ده. همدا ډول د ۱۹ شمېره  په دې مانا ده چې دغه ويروس په ۲۰۱۹ز کال کې منځ ته راغی.