ولې ماشومان کرونا مرض باندې لږ اخته کیږي؟

روهي(څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، په ردینګ پوهنتون کې ویروس پیژندونکی پروفیسر ایان جونز وویل:هغه لاملونه چې روښانه دي، داسې ښکاري ماشومان له دې عفونته تښتي او یا یې هم نه نیسي په چین کې له ۴۰ زرو زیات کسان د کورونا په دې ویروس اخته دي  او که څه هم ماشومان پرې کم اخته کېږي، خو نښې نه لري په پایله کې روغتون یا هم ډاکټر ته د ورتلو اړتیا نه ور پېښېږي، نو ځکه یې په اړه رپوټ هم نه ورکول کېږي.
د لندن د کالج ښوونکې ناتالي مک درموت هم له دې نظر سره همغږې ده:د پنځو کلنو ماشومانو او نویو زلمکیو د بدن دفاعي سیسټم د عفونتي ویروسونو پر وړاندې بشپړ چمتو دی. دوی ښايي په ویروس اخته شي، خو ناروغي یې ډېره کمزورې وي چې د عفونت نښې یې نه لیدل کېږي.
د دې نوي ویروس د خپراوي په اړه وروستۍ څېړنه چې د امریکا د روغتیايي ټولنې په خپرنۍ 'نشریه' کې خپره شوې، دا څېړنه په هغو ناروغانو شوې کوم چې د چین په ووهان کې د جین یین تان په روغتون کې وو، هغه ښار چې د دې ویروس له امله ډېر زیانمن شوی دی.