تر ۱۳ کالو،بریتانیا کې  ډیزلي، پټرولي او برېښنايي- پټرولي موټرو پر پلور بندیز وشو

روهي(څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د برتانیا ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شاپس وايي، کېدای شي، په هېواد کې یې د نویو ډیزلي، پټرولي او برېښنايي- پټرولي موټرو پر پلور تر ۲۰۳۲ کاله پورې بندیز ولګېږي. له دې مخکې د موټر جوړوونکو ټولنې 'ایس ایم ایم ټي' مسوولینو ویلي و، د ۲۰۳۵ نېټه سخته اندېښمنونکې ده.
حکومت په نومبر کې د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې ته د چمتووالي په لړ کې خپل وړاندیزونه چمتو کوي.
د موټر جوړوونکو او پلورونکو ټولنې د نوټرانسپورټ د وزير پر وروستیو څرګندونو څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ د دغې ټولنې مشر مایک هاویس وویل: تولیدوونکو راتلونکي کې صفر ته د شین کوریزو ګازونو راټیټولو لړ کې بشپړه پانګونه کړې، خو د دغې تکنالوژۍ لپاره چې اوس لا ډېره ګران بیه ده، تقاضا تاواني ده او څرګنده ده، چې یوې ننګونکې هيلې ته د رسېدو بهیر چټکول به د صنعت کارو له پانګونې زیاته اړتیا ولری.