
روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، درېيو لوړپوړو امريکايي پوځيانو وړاندوينه کړې ده چې که چېرې امريکايي پوځيان په بيړې له افغانستان ووځي نو په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې شونتيا شته.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سلاکار، د امريکا متحدو ايالتو د پوځ د لوی درستيز مرستيال او د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستيال کابل کې (افغانستان کې د متحدو ايالتو پالېسۍ) تر نوم لاندې ناسته را بللې وه.
دغه پخوانيو امريکايي چارواکو ويلي دي، چې د امريکايي ځواکونو په وتلو سره يو ځل بيا د داعش او القاعده د نفوذ او همدا ډول د کورنۍ جګړې د پيل شونتيا شته ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ په د ې وروستيو کې يو ځل بيا ويلي چې له افغانستانه به خپل پوځيان وباسي.