د لاهور محکمې حافظ سعید په ۱۱ کالو بند محکوم کړ

روهي(څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، په لاهور کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید ته په دوه قضیو کې د یوولس کلن بند سزا واوروله. هغه چاته د لس ملیونه ډالرو انعام ورکولو اعلان هم کړی و چې د حافظ سعید پ اړه معلومات ورکړي.
په لاهور او ګوجرانواله کې دوه جلا ثبت شویو قضیو کې محکمې حافظ سعید ته د پنځه نیم- پنځه نیم کلونو بند سزا ورکړې ده. نوموړی د ترهګرۍ لپاره د بسپنې په راټولو او د ناقانونه ډلې غړیتوب تور لګول شوی و. د تېر میلادي کال په مارچ میاشت کې پاکستان جماعت الدعوة ډله ناقانونه اعلان کړه.
خو د پاکستان د قانون له مخې حافظ سعید به یوازې پنځه نیم کاله په بند کې تیروي، ځکه دواړه سزاګانې په یو مهال عملي کېږي. حافظ سعید له دې وړاندې هم په ورته تورونو کې نیول شوي و، په ۲۰۱۴ کې امریکا د حافظ سعید جماعت الدعوة ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړه