روسيه کې  په کرونا  ويروس اخته دوه ناروغان له روغتون تښتېدلي 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، روسيه کې دوه ميرمنې چې د کرونا ويروس د اخته کېدو له امله په يوې ځانته خونې کې بستر شوې وې، له روغتون د تښتېدو هڅه کړي چې يوه بريالۍ شوې او بله بيا بېرته راوستل شوې ده. 

دغه ميرمنې چې په يوې ځانته خونه کې ساتل کېدلې شکايت کړی، چې د ډاکټرانو له خوا ورته لازمه پاملرنه  نه کېدله، د روغتون وضعيت يې مناسب نه و او له دې ويرې چې ناروغي يا پسې ډېره نه شي د تښتې هڅه کړي. 
 
دغه ميرمنې د چين له هائین سيمې څخه روسيې ته په سياحت تللې وې. روسيې چارواکو د دغه پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو حکومت په کرونا ويروس د اخته ناروغان پر وړاندې جدي اقدامات پيل کړي دي. 

د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې هغه کسان چې په کرونا ويروس اخته شوي دي، او يا هم د کرونا ويروس د اخته کېدو په ويره کې دي، په يوازې خونو کې ساتل کيږي.