
روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، امريکايی بوينګ شرکت چې د تېرو ۶۰ کالون راهيسې د الوتکو جوړونې برخه کې فعاليت کوي، تېره جنوري مياشت د الوتکو خرڅلاو کې بې سارې وه.
دغه شرکت وايي چې جنوري مياشت کې يې د هېڅ ډول الوتکو د جوړېدو غوښتنه ورڅخه نه ده شوې او دا ډول پېښې يې په ټول تاريخ کې بې ساري دي.
روان ۲۰۲۰ زکال د بوينګ لپاره د بحران کال شمېرل کيږي. وروسته له هغې چې د بوينګ دوه الوتکې ولوېدې، د دغه شرکت د الوتکو پر توليد يې منفي اغېز وکړ.
په مقابل کې يې اروپايي Airbus نومی د الوتکو د توليد شرکت توانېدلی دی، چې يوازې په تېره جنوري مياشت کې ۲۷۴ الوتکې جوړې او خرڅې کړي.