د اندونزيا حکومت خپل ۶۸۹ وګړي هېواد ته په بېرته ورتګ نه پرېږدي 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د اندونزيا حکومت وايي چې هغه ۶۸۹ اندونزيايي وګړي چې د داعش ډله کې د جنګېدو په پار له خپل هېواد منځني ختيځ ته تللي وو، بېرته د راتګ اجازه نه ورکوي. 

د اندونزيا د امنيت وزير ډاکتر مهفد رسنيو ته ويلي دي چې ياد کسان له اندونزيا سوريې ته د داعش ليکو ته ورغلي  وو چې اوس به ورته اندونزيا د بېرته راتګ اجازه ورنه کړل شي. 

نوموړي ويلي دي چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ۲۶۷ مېلېونه اندونزيايي وګړو د امنيت په اړه فکر کې اوسي او هغه کسان چې داعش ليکو  ته ورغلي وو، په اندونزيا يې بند کړي. 

ډاکټر مهفد ويلي دي چې حکومت به يوازې د هغه ماشومانو په اړه چې عمرونه يې له لسو کالونو لږ دي، د بېرته راتګ فکر  وکړي. 

اندونزيا په نړۍ کې تر ټولو ستر اکثريت مسلمان لرونکی هېواد دی خو حکومت يې د بنسټپالنې پر وړاندې جدي دی او چاته په کې د فعاليت اجازه نه ورکوي.