د افغان ولسمشر په حکم ايټاليا کې افغان سفيره (هلینا ملک‌یار) او مرستيال يې له دندو ګوښه او کابل ته راغوښتل شوي دي

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د هېواد بهرنيو چارو وزارت دننه يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې ايټاليا کې افغان سفيره هلینا ملک‌یار او مرستيال يې د بهرنيو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر د حکم پر اساس له دندو ګوښه شوي دي. 

يادې سرچينې ويلي دي چې په ايټاليا کې د افغان سفارت دننه ستونزې لامل شوې دي، چې ياد دوه لوړپوړي کسان له دندو ګوښه او کابل ته را وغوښتل شي. 

تر اوسه کومې رسمي سرچينې د دغه خبر پخلی نه دی کړی. څه وخت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني محمدهارون چخانسوري د بهرنيو چارو وزارت د چارسمبال وزير او سياسي مرستيال په توګه وټاکلو. 

د ولسمشر يادې ټاکنې د اجرائيه رياست غبرګون راپورته کړ او ډاکټر عبدالله عبدالله په يو مکتوب کې بهرنيو چارو وزارت ته ولېکل چې د ټاکنو د پايلو تر مالومېدو په دې وزارت او بهر نمايندګيو کې يې له هر ډول ټاکنو او ګوښه کېدونو ډډه وکړي.