افغانستان کې د نورو ناخوالو ترڅنګ؛ خلک او شرکتونه  ماليې نه سپاري 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، هېواد کې د ناامنۍ، جګړې، اداري فساد، جنايي جرمونو او نورو لسګونه ستونزو ترڅنګ، هغه حکمي او واقعي اشخاص چې بايد حکومت ته ماليه ورکړي، له مالې تښتي. 

د مالي شرکتونو د اتحاديې مشر سراج الحق مراد رسنيو ته ويلي دي، چې د حکومت ادارو سستي، ادارو کې فساد او ورته نورې ستونزې لامل شوې دي، چې ماليه ورکونکي پرته له دې چې ماليه تسليم کړي خپلې چارې وړاندې وړي. 

د نوموړي په وينا چې هغه شرکتونه چې ماليات نه ورکوي حکومت ورڅخه کاري جوازونه نه اخلي او په پايله کې يې د دوی توانېدلي دي، چې د ماليه په نه ورکړې هم خپل کارونه وړاندې يوسي. 

خو په ورته وخت کې ماليې وزارت رسنيو ته ويلي دي، چې د ماليې اخېستلو لپاره جواز يوازينی شرط نه دی، بلکې دغه وزارت په ټول هېواد کې له شرکتونو او خلکو چې د ماليې په ورکولو اړ دي ماليه اخلي.