جنرال دوستم د هېواد په شمال کې پوځي عمليات پيلوي 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم يو ځل بيا د هېواد په شمال  کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات پيلوي. نوموړي په دې اړه د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان سره خبرې کړي. 

دغه پوځي عمليات به جنرال عبدالرشيد دوستم او د هېواد په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهين قول اردو په ګډه د جوزجان - بلخ لويې شااوخوا کوي. 

شاهين قول اردو او جنرال دوستم وروسته له هغې دې هوکړې ته رسېدلي دي، چې د جوزجان - بلخ پر لويې لارې د خلکو شکايتونه په دې وروستيو کې ډېر شوي دي.