روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، پاکستان کې قانون او حقوق پوهان وايي چې واکمنه اداره د غنمو او بورې د بيو په کنټرول او د دغه خوراکي توکو د کمښت په بحران کې پاتې راغلې ده.
د پارلمان غړي خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په وينا کې ويلي دي، چې د عمران خان په مشرۍ شته اداره نه ده توانېدلي چې هېواد کې د غنمو او بورې راپورته شوی بحران کابو کړي.
د پارلمان اوسنی غړی او د بهرنيو چارو پخوانی وزير خواجه آصف حکومت ملامتوي چې په اقتصادي او ورځني ژوند کې د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې جدي هڅې نه کوي.
پاکستان کې اوس مهال د غنمو او بورې بيې شااوخوا هره ورځ له پنځو تر شپږو پاکستانۍ روپۍ پورته ځي، چې عادي خلک يې په رانېولو :ې پاتې راځي.
وروستي