
روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز السعود د نبوي مسجد او مسجد الحرام د عمومي مشر په توګه د شيخ عبدالرحمن السدیس دنده څلور کاله نور هم وغځوله.
شيخ عبدالرحمن السدیس د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز السعود او د هغې وليعهد زوی محمد بن سلمان له دغه پرېکړې مننه کړې ده. شيخ عبدالرحمن السدیس ويلي دي چې د سعودي عربستان شاهي کورنۍ نبوي مسجد او مسجد الحرام ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د سعودي عربستان شاهي کورنۍ هم په تېرو دوه کالونو کې د اسلامي نړۍ د دغه دوه سپيڅلي ځايونو په برخه کې د شيخ عبدالرحمن السديس هڅې او کړنې ستايلي دي.