سمسونګ له خپل نوې ماډل ځيرک موبايل پرده پورته کړه 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې  سمسونګ کمپنۍ د Z Flip په نوم له خپل نوې موبايل پرده پورته او بازار ته يې وړاندې کړ. دغه موبايل خپل منځ غبرګيږي. 

دغه موبايل چې له نورو سره يو څه توپيري  دي، د جيبي بټوې په ډول په خپل منځ کې سره غبرګيږي. دغه موبایل همدا جمعه بازار ته راځي. 

د سمسونګ Z Flip بيه ۱۳۸۰ امريکايي ډالر ښوودل شوې ده. سمسونګ ويلي دي چې که چېرې دغه موبايل د جيبي بټوۍ په څېر بند هم شي خو ځيني خبرتياوې لکه زنګوه، وخت او نور به ښيي. 

دغه Z Flip موبايل د انټرنېټ په برخه کې  5G لري. دغه کال به سمسونګ په نورو ځيرکو موبايلونو کې هم د 5G سېسټم فعال کړي.